انصار: (د لیندی ۹ مه)، د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم لوی رییس ډاکټر عبدالباري عمر وایي چې د درملنې په موخه هر کال له افغانستان څخه ۴۰۰ میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته وړل کېږي.
نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر پرځېدلي جمهوري نظام نیوکه کړې چې روغتیا وزارت یې په اساسي ډول نه و رامنځته کړی او خدمتونه یې بې کیفیته دي.
هغه د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ښو لابراتورارونو نشتوالی د ناروغیو د سم تشخیص او د بې کیفیته درملو موجودیت د ښې درملنې په برخه کې مهمې ستونزې بللي. طالب چارواکي نه دي ویلي چې دوی د دغه وضعیت د سمون لپاره په اساسي ډول څه پروګرام لري؟
سره له دې چې یو شمېر خلک په ځینو برخو کې د طالبانو د رژیم روغتیایي اصلاحات او پر خدماتو کنټرول ستایي، خو د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار او نورو حقونو بندیزونه د روغتیا لپاره هم مضر او له تاوانه ډک بولي.
پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي د کابل د طبي علومو پوهنتون د سږنیو فارغانو ارقام وړاندې کړل چې یوه نجلۍ هم پکې نه ده شامله. هغه وویل: له دغه پوهنتون څخه سږ کال ۴۱۸ ډاکټران او ۴۰ متخصصان فارغ شول.
دغه ټول فارغ شوي ډکټران نارینه دي او هیڅ یوه نجلۍ په کې نشته.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28744